امریکا: د پاکستان توغندیز پروګرام احتمالي ګواښ دی
امریکا: د پاکستان توغندیز پروګرام احتمالي ګواښ دی"
Play all audios:
د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی دی چې امريکا متحده ايالاتو د پاکستان د باليستيک میزايلو پر پروګرام نوې بندیزونه وضع کړي دي. د امريکا د ملي امنيت مرستيال جان
فاينر، د نړيوالې سولې د کارنيچ موسسې په يوه غونډه کې پاکستان د دغه هېواد د اوږده واټن باليستيک توغنديو د پروګرام له کبله چې د جنوبي آسيا دباندې هدفونو ته د رسېدو وړتيا لري، امريکا ته د يوه
«راپورته کيدونکي ګواښ» په توګه ياد کړ. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دغه غونډه کې وويل چې پاکستان خپل د توغنديو تکنالوژۍ ته په زياتيدونکي توګه «له پيچلو» لارو وده ورکوي. اړونده موضوع: امریکا د
وسلو پروګرام پر ۲۶ ملاتړ کوونکو شرکتونو بندیز لګولی فاينر، وويل چې که چېرې دا تمايل دوام پيدا کړي «پاکستان به د جنوبي آسيا دباندې، د امريکا په ګډون، د هدفونو په نخښه کولو وړتيا ولري.»
نوموړي زياته کړه: «نو په څرګنده توګه زموږ له پاره مشکله ده چې د پاکستان فعاليت امريکا ته د يوه راپورته کیدونکي ګواښ پرته بل څه وګڼو.» پاکستان بندیزونه له «توپیره ډک» وبلل د امريکا د حکومت
دوو لوړپوړو چارواکو د رويترز خبري آژانس ته وويل چې د پاکستان د توغندیو پروګرام په اړه د امريکا انديښنه د هغو ميزايلونو چې د جوړېدو په حال کې دي، د انجن يا موټر د اندازې يا غټوالي څخه سرچينه
اخلي. فاينر، دا څرګندونې تر هغه يوه ورځ وروسته کړي چې امريکا د پاکستان د بالستيک توغنديو پرمختګ اړوند نوي بندیزونه اعلان کړل. د امريکا د بندیزونو هدف د پاکستان يوه دولتي دفاعي اداره او درې
خصوصي شرکتونه دي. متحده ايالاتو ويلي دي چې دا ګام «د پاکستان د اوږده واټن توغنديو د ودې پروګرام له امله د متوجه ګواښ د دوام په نتيجه کې پورته شوی دی.» پاکستان امريکا پر دې بندیزونو سخت
غبرګون ښوولی او هغه یې له تعصبه ډک بللي ول او د سيمې پر ثبات یې د دغو بندیزونو له اغیزو څخه خبرداری ورکړی وو. پاکستان پر امريکا همدا زار د وسلو په تګلارو کې د دوه ګوني تګلارې خپلولو تور هم
لګولی وي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا انتقاد وکړ چې نور هېوادونه د پرمختللو پوځي تکنالوژۍ د جوازو ترلاسه کولو له مکلفيته معاف کوي. امريکا په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د باليستيک
توغنديو په پروګرام کې همکاري کوونکي ۱۶ شرکتونه په تور ليست کې داخل کړي ول. تر دې دمخه په سپتمبر مياشت کې هم دچين پر يوه څيړنیز انستيتويت او يو شمير شرکتونو د پاکستان د اتومي توغنديو له
پروګرام سره د مرستې په تور بندیزونه وضع شوي ول.
Trending News
ترکيه: اسرائیل د جولان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دید ترکيې د باندنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې اسرائيل د جولان په پلان سره د خپلو "پولو د پراخولو"...
د اسرائيل پخواني جاسوسان د پيجرانو د چاودلو کيسه کويدوو پخوانيو لوړ پوړي اسرائیلي استخباراتي چارواکو چې تازه تقاعد شوي دي، د پټو وژونکو عملیاتو په اړه نوي جزئیات څرګند کړي ...
امریکا په کيف کې د احتمالي هوايي حملو په دليل خپل سفارت تړلید امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي تائید کړې چې واشنګټن به د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو له پاره کیف ته د پرسونل ضد م...
شمالي کوریا داوکراین ماموریت له پاره دسرتیرواستولو رپوټ ردکړد شمالي کوریا استازي، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې د یوې کمېټې په ناسته کې د خپل هیواد د...
«ايران پر اسرائيلو د بريد له پاره چمتووالی نيسي»د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران داسراییلو د غچ اخیستنې پلان ته په پام سره، له بیلابیلو سناریوګانو سره د تقابل له پ...
Latests News
د نابینایانو له پاره لارښود اپلیکیشن۱۴۰۳/۹/۵۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه د «Be My Eyes» یا زما سترګې شه، په نوم د ګرځنده تلیفون اپلیکیشن له نابینایانو سره په ورځنیو ک...
سعودي عربستان د شپږو ایراني اتباعو د اعدام خبر ورکړی دید سعودي عربستان د رسمي خبري آژانس (اس پی اې) په حواله، د دغه هيواد د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغو ...
امریکا: د پاکستان توغندیز پروګرام احتمالي ګواښ دید سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی دی چې امريکا متحده ايالاتو د پاکستان د باليستيک میزايلو...
منځنی ختیځ – DWمحتوا ته تګاصلي مینو ته تګد دویچه ویله نورو پاڼو ته تګټول ویډیويي راپورونهسیمېافغانستانآلمانآسیااروپامنځنی ختیځامریکاموض...
«ايران پر اسرائيلو د بريد له پاره چمتووالی نيسي»د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران داسراییلو د غچ اخیستنې پلان ته په پام سره، له بیلابیلو سناریوګانو سره د تقابل له پ...