ترکيه: اسرائیل د جولان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دی

Dw

ترکيه: اسرائیل د جولان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دی"

Play all audios:

Loading...

د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې اسرائيل د جولان په پلان سره د خپلو "پولو د پراخولو" هڅه کوي. دغه وزارت زياته کړې ده: "دا پرېکړه د اشغال له لارې د خپلو پولو د

پراخولو په موخه د اسرائيل د هدف نوې مرحله ده."

د اسرائيل حکومت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۱۵) د جولان لوړو نفوس دوه برابره کولو پلان تصویب کړ. دا یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د اسرائيل ځواکونو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې هغه

حايل سيمه ونیوله، چې د سوریې د سرحد سره نږدې ده او په داسې حال کې چې یاغي ځواکونه د دمشق پر لور پرمختګ کوي.

د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي دي: "د اسرائيل هغه ګامونه د سختې اندېښنې وړ دي چې د ۱۹۷۴ د بېلتون تړون څخه د سرغړونې په توګه دغه حايل سيمه نيسي چې نږدې سیمو ته پرمختګ او په

سوریه کې هوايي بریدونه پکښې شامل دي."

ترکیې خبرداری ورکړ چې دا حرکت به په سوریه کې د بشار الاسد تر نسکورېدو وروسته د ثبات راوستلو هڅې "په جدي ډول کمزورې کړي."

د آلمان د باندنيو چارو د وزارت وياند، کريسټيان واګنر د دوشنبې په ورځ پر اسرائيل ږغ وکړ چې د جولان پر لوړو د نفوس دوه چنده کولو پلان دې نه عملي کوي. وياند وويل چې "د نړيوال قانون له مخې دا په

بهترينه توګه ښکاره خبره ده چې دغه سيمه د سوريې ده کومه چې د اسرائيل تر کنټرول لاندې  ده او له دې کبله اسرائيل يو اشغالګر قوت دی." واګنر زياته کړه چې آلمان له همدې کبله پر خپل ټلوال هيواد

اسرائيل ږغ کړی دی چې له دغه پلان څخه "دې تېر شي".

جولان لوړې یو غرنۍ سيمه ده چې د سوریې په جنوب لوېدیځه څنډه کې موقعیت لري. اسرائيل د دغې سيمې ډېره برخه د ۱۹۶۷ د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ونیوله او وروسته یې ضمیمه کړه.

دا سیمه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بفر زون يا حايل سيمي په توګه د سوریې له اړخه جلا شوې ده.

Trending News

د ماینونو له امله د ټپیانو او وژل سوو کسانو شمیر زیات سوی

د جرمني د هندیکپ نړیولې مؤسسې په مونشن کې د پنجشنبه په ورځ خبر ورکړ چې لږترلږه ۵۷۵۷  کسان د منع سوو چاودیدونکو توکو قربا...

د اسرائيل پخواني جاسوسان د پيجرانو د چاودلو کيسه کوي

دوو پخوانيو لوړ پوړي اسرائیلي استخباراتي چارواکو چې تازه تقاعد شوي دي، د پټو وژونکو عملیاتو په اړه نوي جزئیات څرګند کړي ...

سهیل شاهین په قطر کې د طالبانو د سفیر په توګه ګمارل شوی

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته ویلي دي چې سهیل شاهین د داکتر محمد نعیم پر ځای د دغې ډلې د ادارې ل...

ترکيه: اسرائیل د جولان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دی

د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې اسرائيل د جولان په پلان سره د خپلو "پولو د پراخولو" هڅه کوي. ...

Latests News

Top